جمعه 31 مارچ 2023 - 11:29:49 سحر

متحده عربي اماراتو په تهران کې د اذربایجان پر سفارت ترهګریز برید په کلکه وغانده


ابوظهبي، 27 جنوري، 2023 (وام) -- متحده عربي اماراتو هغه ترهګریز برید په کلکه غندلی چې د ایران په پلازمینه تهران کې یې د اذربایجان جمهوریت سفارت په نښه کړ چې په پایله کې یې یو تن مړ او د سفارت څو تنه کارکونکي ټپیان شول.

متحده عربي اماراتو ټینګار وکړ چې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د ساتنې لپاره د نورمونو او منشورونو سره سم چې ډیپلوماټیک کار اداره کوي.

په یوه بیان کې، د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت (ايم او ايف اې ايي سۍ) تایید کړه چې متحده عربي امارات د دې جنایتکارانه عملونو په کلکه غندنه کوي، او د هر ډول تاوتریخوالی او تروریزم د تل لپاره ردوي چې موخه یې د اخلاقو او انساني ارزښتونه او اصول په سرغړونو کې امنیت او ثبات کمزوری کول دي.

دغه وزارت دغه راز د آذربايجان جمهوريت دولت او خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د دغه بزدلانه عمل د قربانيانو له کورنيو او ټولو ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا هيله کوي.

https://wam.ae/en/details/1395303122977

ترجمه: محمد سليمان