جمعه 31 مارچ 2023 - 10:27:02 سحر

متحده عربي اماراتو د بلوچستان د پېښې د قربانیانو په اړه له پاکستان سره خواخوږي څرګنده کړه


ابوظهبي، 30 جنوري، 2023 (وام) -- متحده عربي اماراتو د پاکستان له اسلامي جمهوریت سره خپله ژوره خواخوږي او پیوستون د بلوچستان په لسبیله کې له یوه پله څخه د یوه مسافر وړونکي بس د لوېدو له امله د قربانیانو په اړه چې په پایله کې یې لسګونه کسان ووژل او ټپیان شول، خپله ژوره خواخوږي او پیوستون څرګند کړ.

د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې، د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت (ايم او ايف اې ايي سۍ) د پاکستان حکومت او خلکو او د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

https://wam.ae/en/details/1395303123239

ترجمه: محمد سليمان