Wed 01-02-2023 08:03 AM
دوبۍ، 31 جنوري، 2023 (وام) -- شیخ نهیان بن مبارک آل نهیان، د زغم او هماهنګۍ وزیر، نن په دوبۍ کې د هند په قونسلګرۍ کې د مهاتما ګاندي مجسمه پرانسته.
په متحده عربي اماراتو کې د هند سفیر سنجې سدیر او په دوبۍ او شمالي اماراتو کې د هند قونسل جنرال ډاکټر امان پوری د ګلونو په وړاندې کولو کې ورسره مل وو.
"ویشنو جان تو" او "راګوپتی راګاوا" بھجنونه، د ګاندي خوښې، د سومدوتا باسو لخوا تلاوت شوې.
دغه مجسمه چې 42 انچه اوږدوالی لري او د نریش کوماوت لخوا مجسمه شوې، د هند د کلتوري اړیکو شورا لخوا نندارې ته وړاندې شوه.
په دې غونډه کې د ډیپلوماټیک ټولنې غړو، د پراواسی بهارتیا سمان جایزې اخیستونکو او په دوبۍ او شمالي اماراتو کې د هندي ټولنې سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.
https://wam.ae/en/details/1395303123921
ترجمه: ګوهر رحيم