شنبه 01 اپریل 2023 - 4:35:18 سحر

متحده عربي اماراتو د کانګو-برازاویل جمهوریت سره د تفاهم درې یادداشتونه لاسلیک کړل

  • whatsapp image 2023-03-15 at 4.06.33 pm
  • whatsapp image 2023-03-15 at 4.06.34 pm
ویډیو انځور

ابوظبي، 15 مارچ ، 2023 (وام) -- شیخ شخبوت بن نهیان آل نهیان، د بهرنیو چارو وزیر، د کانګو برازاویل جمهوریت د نړیوالې همکارۍ او د عامه خصوصي مشارکت د ودې له وزیر ډینس کریسټیل ساسو نګیسو سره درې اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل.

د لاسلیک مراسم د ابوظبي ښار د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو په وزارت کې ترسره شول.

په دې تړونونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو مهمې برخې شاملې دي، په شمول د دوه اړخیزو مالیاتو د مخنیوي تړون، د پانګونې د ودې او ساتنې تړون، او د هوايي ترانسپورت تړون.

په دې موقع شیخ شخبوت بن نهیان د دغو موافقو په اهمیت ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو د ګډو هدفونو د پراختیا او د اقتصادی هوساینې د پیاوړتیا لپاره د هلو ځلو یوه برخه ده. په دې برخه کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو او کانګو برازیل جمهوریت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او همدارنګه د خپلو خلکو د ګټو لپاره د همکارۍ د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو لیوالتیا وستایله.

شیخ شخبوت زیاته کړه: "د دوه ګوني مالیاتو د مخنیوي تړون موخه دا ده چې زموږ په اړوندو هیوادونو کې د اتباعو او اوسیدونکو لخوا ترلاسه شوي عاید او پانګې ګټې باندې د دوه ګوني مالیې څخه مخنیوی وشي، پداسې حال کې چې د پانګونې د ودې او ساتنې تړون موخه د افرادو لخوا ټاکل شوې پانګوونې هڅول او خوندي کول دي. سربیره پردې ، د هوایی ترانسپورت تړون به هغه خدمات چمتو کړي چې د متحده عربي اماراتو او کانګو - برازاویل جمهوریت ترمینځ د خلکو ، توکو او سوداګریزو توکو تګ راتګ اسانه کړي ، په پایله کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سیاحت او سوداګرۍ تبادلې ملاتړ کوي.

https://wam.ae/en/details/1395303139217

ترجمه: ګوهر رحيم