Fri 17-03-2023 07:35 AM
دوبۍ، 16 مارچ 2023 (وام) -- جلالتمآب شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، د متحده عربي اماراتو مرستیال، لومړي وزیر او د دوبۍ واکمن، نن د ایران اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا له سکرتر علي شمخاني سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د دوبۍ په زابیل ماڼۍ کې ترسره شوه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.
دواړو لورو همدا راز پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو او په سیمه کې د سولې او همکارۍ د پراختیا لپاره د ګډ کار د نویو فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د دوبۍ د واکمن او د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د مالیې وزیر جلالتمآب شیخ مکتوم بن محمد بن راشد آل مکتوم. جلالتماب ډاکټر انور ګارګش، د متحده عربي اماراتو د جمهور رئیس دیپلوماتیک سلاکار؛ او جلالتماب طلال حمید بلحول الفلاسي، د دوبۍ د دولتي امنیت ریاست عمومي رییس هم ګډون درلود.
https://wam.ae/en/details/1395303139753
ترجمه: ګوهر رحيم