شنبه 10 جون 2023 - 5:42:43 غرمه

د اماراتو ولسمشر د یمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا له مشر سره وکتل

  • رئيس الدولة يستقبل رئيس مجلس القيادة الرئاسي اليمني
  • رئيس الدولة يستقبل رئيس مجلس القيادة الرئاسي اليمني
ویډیو انځور

ابوظهبي، 23 می، 2023 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا له مشر رشاد العلیمي سره وکتل.

دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، په یمن کې د پرمختګونو او د ګډو ګټو پر یو شمېر مسایلو خبرې وکړې.

په دغه کتنه کښې چې د ابوظبۍ په قصر البحر کښې ترسره شوه، جلالتمآب د ولسمشرۍ د رهبرۍ د شورا مشر ته ښه راغلاست ووایه او هغه ته یې د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت چې د مې په 22 نېټه نمانځل کېږي، مبارکي وویله او د یمن او خلکو د سوکالۍ او پرمختګ هیله یې وکړه.

شیخ محمد ټینګار وکړ چې متحده عرب امارات د یمن او د هغه د خلکو د سولې، ثبات او پرمختګ په لټه کې دی.

العالمي د دغه مهربان استقبال له امله له اعلیحضرت څخه مننه څرګنده کړه او د اماراتو له خوا د یمن له ولس سره د شویو مرستو قدرداني یې وکړه او د اماراتو او خلکو د لا پرمختګ او سوکالۍ هیله یې وکړه.

په دې کتنه کې چې د ولسمشر مرستیال، د لومړي وزیر مرستیال او د ولسمشرۍ د محکمې د عالي شورا رئیس جلالتمآب شیخ منصور بن زاید آل نهیان ؛ جلالتمآب شیخ نهیان بن زاید آل نهیان، د زاید خیریه او بشردوستانه بنسټ د باوري بورډ رییس؛ لوی درستیز جنرال جلالتمآب شیخ سیف بن زاید آل نهیان، د لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر؛ د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان او ورسره مل پلاوي د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا له مشر سره وکتل هم حضور درلود.

https://wam.ae/en/details/1395303161360

ترجمه: ګوهر رحيم