سه شنبه 06 جون 2023 - 4:17:01 سحر

د متحده عربي اماراتو په بازارونو کې د مالیزیا پانګوالو ونډې 55.4 ملیون درهم ته رسیږي


ابو ظهبي، 23 می 2023 (وام) -- د مالیزیا پانګوالو د متحده عربي اماراتو په سیمه ایزو مالي بازارونو کې د دواړو دوستو هیوادونو ترمنځ د مخ پر ودې او ستراتیژیکو اړیکو په رڼا کې خپلې پانګې پیاوړې کړې، چې د مالي سکتور په ګډون په بیلابیلو اړخونو او د سټاک بازارونه برخو کې پراخې شوې.

د دوبۍ مالي بازار (ډۍ ايف ايم) او د ابو ظهبي امنیت تبادلې (اې ډۍ ايکس) څخه ترلاسه شوي رسمي معلوماتو له مخې، د متحده عربي اماراتو په بازارونو کې د مالیزیا پانګوالو ملکیت د ونډو ارزښت د 2023 کال د می تر نیمایي پورې شاوخوا 55,413,508 درهم ته رسیدلی.

په محلي بازارونو کې د مالیزیا پانګوالو سوداګریز ارزښتونه (پیرودل او پلور) د 2018 څخه تر می 2023 پورې موده کې شاوخوا 51,037,794 درهم ته رسیدلي.

په محلي بازارونو کې د مالیزیا پانګوالو شمیر شاوخوا 534 پانګوالو ته لوړ شوی چې د 17 مالیزیا ادارو او 517 انفرادي پانګوالو ترمنځ ویشل شوي.

د ابوظبي د امنیت تبادله

په اې ډۍ ايکس کې د مالیزیا پانګوالو سوداګریز ارزښتونه (پیرودل او پلور) د 2018 څخه تر می 2023 پورې موده کې شاوخوا درهم31,615,074 ته رسیدلي.

د سوداګرۍ ارزښت په 2018 کې 874.1 زره درهم، په 2019 کې 1.32 ملیون درهم، په 2020 کې 2.29 ملیون درهم، په 2021 کې 2.6 ملیون درهم، په 2022 کې 19.1ملیون درهم ، او په 2023 کې 5.44 ملیون درهم ویشل شوي.

په اې ډۍ ايکس کې د مالیزیا پانګوالو ملکیت د ونډو بازار ارزښت د 2023 د می تر نیمایي پورې شاوخوا 37,798,648 درهم ته رسیدلی، د 306 پانګوالو ترمنځ ویشل شوی، په شمول د 9 موسسو او 297 انفرادي پانګوالو په ګډون.

د دوبۍ مالي بازارونه

د دوبۍ په مالي بازار کې، د مالیزیا پانګوالو سوداګریز ارزښتونه (پیرودل او پلور) د 2018 څخه تر می 2023 پورې موده کې شاوخوا 19,422,719 درهم ته رسیدلي.

په ډۍ ايف ايم کې د مالیزیا پانګوالو ملکیت د ونډو بازار ارزښت د 2023 کال د می تر نیمایي پورې شاوخوا 17,614,860 درهم ته رسیدلی ، د 8 ادارو او 220 انفرادي پانګوالو په ګډون د 228 پانګوالو ترمینځ ویشل شوی ، پداسې حال کې چې د دوبۍ مالي بازار کې د مالیزیا پانګوالو ملکیت حسابونو شمیر شاوخوا 323 حسابونه ته رسیدلی.

https://wam.ae/en/details/1395303161309

ترجمه: ګوهر رحيم