سه شنبه 06 جون 2023 - 3:38:18 سحر

خالد بن محمد بن زاید او پاچا آل سلطان عبدالله د سمندري او فضايي نندارتون څخه لیدنه وکړه

  • 20230524hk_z927406
  • 20230524rmc01_0270
  • 20230524hk_z927096
  • 20230524hk_z927371
  • 20230524hk_z928901
  • 20230524hk_z928089
  • 20230524hk_z911440
ویډیو انځور

لنکاوی، مالیزیا، 24 می ، 2023 (وام) -- د ابوظبي ولیعهد جلالتمآب شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان، د جلالتمآب پاچا السلطان عبدالله سلطان احمد شاه د مالیزیا ، او د پاهنګ ریجنټ، ولیعهد تینګکو حسنال ابراهیم عالم شاه سره یوځای په مالیزیا کې د لنکاوي نړیوال سمندري او فضايي نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د دې سفر په ترڅ کې، چې مالیزیا ته د ابوظبۍ ولیعهد د رسمي سفر د یوې برخې په توګه ترسره شوه، شیخ خالد د متحده عربي اماراتو شرکت ايدجګروپ په ګډون د یو شمیر سمندري او فضايي ټیکنالوژۍ شرکتونو سټینډونو څخه لیدنه وکړه چې په نندارتون کې برخه اخلي. جلالتمآب یو شمیر هوایی نندارتونونه هم ولیدل ، پشمول د متحده عرب اماراتو د ټیم الفرسان لخوا د ایروبټیک نندارې.

د لیدنې په جریان کې، کاراکال، د ايدجګروپ شرکت، د کیټیک آسیا سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او ملګرتیا پراختیا لپاره یو تړون لاسلیک کړ.

شیخ خالد د یو هیئت سره ملګری وو چې د انرژی او زیربناوو وزیر سهیل بن محمد المزروی، محمد بن احمد البواردي، د دفاع په چارو کې د دولت وزیر، ډاکټر ثاني بن احمد الزیودي، د بهرنیو چارو وزیر؛ د ښاروالۍ او ترانسپورت ریاست رییس محمد علي ال شرفا؛ احمد جاسم الزابي، د ابوظبي د اقتصادي پراختیا ریاست رییس؛ او په مالیزیا کې د متحده عربي اماراتو سفیر خالد غنیم الغیث هم شامل وو.

https://wam.ae/en/details/1395303161664

ترجمه: محمد سليمان