سه شنبه 06 جون 2023 - 2:34:36 سحر

منصور بن زاید د حکومت د کاري ایکوسیستم د پراختیا لپاره د نوښتونو په اړه د وزیرانو پراختیایي شورا غونډه وکړه

  • المجلس الوزاري للتنمية برئاسة منصور بن زايد يناقش عدداً من السياسات والمبادرات لدعم المنظومة الحكومية
  • المجلس الوزاري للتنمية برئاسة منصور بن زايد يناقش عدداً من السياسات والمبادرات لدعم المنظومة الحكومية
ویډیو انځور

ابوظهبي، 25 می، 2023 (وام) – د جلالتماب شیخ منصور بن زاید آل نهیان په مشرۍ، د ولسمشر مرستیال، د لومړي وزیر مرستیال او د ولسمشرۍ د محکمې د وزیر، د وزیرانو پراختیایي شورا خپله غونډه د ابوظهبي په قصر الوطن کې وکړه، د یو شمیر قوانینو، پالیسیو او نوښتونو په نښه کول ترڅو د حکومت کاري ایکوسیستم ته وده ورکړي.

شورا په هېواد کې د انرژۍ د خدمتونو د شرکتونو د تنظیم په اړه د ملي سپورت ستراتیژۍ او تګلارو په اړه بحث وکړ. همدارنګه، شورا یو شمیر نوښتونه وڅیړل چې موخه یې د متشبثینو او کوچنیو او منځنیو تصدیو ملاتړ کول دي.

په دې غونډه کې د یو لړ حکومتي راپورونو د بیا کتنې ترڅنګ د یو شمېر پالیسیو په اړه د متحده عربي اماراتو د فدرالي ملي شورا وړاندیزونه هم وارزول شول.

https://wam.ae/en/details/1395303162101

ترجمه: محمد سليمان