Thu 13-07-2023 12:29 PM
ابوظبي، 13 جولای ، 2023 (وام) -- د دفاع وزارت د ګډو عملیاتو قوماندې اعلان وکړ چې په سوریه او ترکیه کې د 2023 کال د فبرورۍ په 6 نیټه د ویجاړونکې زلزلې وروسته د "چیوالروس نایټ 2" عملیات بریالي پای ته رسیدلي.
د ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان تر لارښوونې لاندې ترسره شوي، دا پراخ عملیات د پنځو میاشتو په اوږدو کې ترسره شوي او د کورنیو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، روغتیا وزارت - ابوظبي په ګډون د بیلابیلو ملي بنسټونو همکارۍ، د اماراتو سرې میاشتې، زاید خیریه او بشردوستانه بنسټ، او خلیفه بن زاید ال نهیان بنسټ هڅې پکې شاملې دي.
د چیوالروس نایټ 2 عملیات یو له خورا بریالي متحد عملیاتو څخه دی چې د اماراتو ملي ادارو لخوا ترسره کیږي. لومړیتوبونه په اغیزمنو هیوادونو کې د چارواکو سره په همغږۍ کې پیژندل شوي، چې د بې وزلو سره د مرستې لپاره د متحده عربي اماراتو مهم بشري چلند منعکس کوي.
د دغو عملیاتو په پایله کې له خاورو خځلو څخه لسګونه کسان وژغورل شول او د 13,463 کسانو درملنه وشوه. برسېره پر دې، د 15,164 ټنو مرستې لوی بشري الوتکې ترسره شوې چې په 260 الوتنو کې 6,912 ټنه بیړني توکي چې خیمې، خواړه او درمل پکې شامل دي، لیږدول.
د دې ترڅنګ 8,252 ټنه بشري مرستې د څلورو کارګو بېړیو په مرسته ځپلو سیمو ته د مرستې او بیارغونې مواد لېږدول شوي دي.
د ګډو عملیاتو قومانده د اماراتو د سرې میاشتې (اۍ آر سۍ) له لارې د سوریې ملاتړ ته خپله دوامداره ژمنتیا بیا تاییدوي. په هیواد کې د اۍ آر سئ وقف ټیم ته د ټولو دندو او فعالیتونو په سپارلو سره، په لومړۍ پروژه کې د کور جوړونې واحدونه 30سلنه بشپړ شوي. دا پروژه چې د 1,000 استوګنې واحدونو څخه جوړه ده، موخه یې د زلزلې ځپلو لپاره خوندي سرپناه چمتو کول دي.
په ورته وخت کې د دویمې پروژې په قرارداد کې پرمختګ روان دی، چې 500 د استوګنې واحدونه، یو کلینیک، یو جومات او یو سوداګریز کمپلکس په کې شامل دي. د خواړو او طبي توکو دوامداره چمتو کول ، په بیله بیا رواني او ټولنیز ملاتړ ، د متحده عربي اماراتو لپاره لومړیتوب پاتې دی.
https://wam.ae/en/details/1395303177078
ترجمه: محمد سليمان