Tue 19-09-2023 08:05 AM
نیویارک، 18 سپتمبر، 2023 (وام) -- د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان په نیویارک کې د خلیج د همکارۍ شورا د بهرنیو چارو وزیرانو د همغږۍ په غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د خلیج د همکارۍ شورا (جۍ سۍ سۍ) عمومي منشي جاسم محمد البداوي او یو شمېر بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.
په دې کتنه کې د همکارۍ او ګډې همغږۍ د پراختیا پر لارو چارو او د خلیج په وروستیو، سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وشوې. ګډونوالو د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د څو اړخیزو اقداماتو او له نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ د پیاوړتیا پر اهمیت رڼا واچوله.
په دې کتنه کې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر دپلوماتیک سلاکار ډاکټر انور ګرګاش هم حضور درلود.
https://wam.ae/en/details/1395303198334
ترجمه: محمد سليمان