Tue 19-09-2023 13:39 PM
نیویارک، 19 سپتمبر، 2023 (وام) -- د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان په نیویارک کې د د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي78 غونډې په څنډه کې د یهودي سازمانونو له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د ګډو ګټو پر یو لړ موضوعاتو، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د اجنډا، په منځني ختیځ کې د روان وضعیت او د سیمې د خلکو په ګټه د امنیت او ثبات د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وشوې.
شیخ عبدالله د یهودانو او د نازیانو هولوکاسټ په اړه د فلسطین د ولسمشر محمود عباس غیر مسؤلانه څرګندونې وغندلې، د سوله ایزو او سوکاله ټولنو د جوړولو لپاره د متحده عربي اماراتو په چلند کې د زغم او انساني ورورولۍ ارزښتونو په اهمیت ټینګار وکړ. هغه د متحده عرب اماراتو لخوا د نفرت بیان، افراطیت په ټولو بڼو، مذهبي عدم برداشت، نژاد پرستۍ او نژادي تبعیض ردولو باندې هم ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې په امریکا کې د متحده عربي اماراتو سفیر یوسف العتیبه هم ګډون درلود.
https://wam.ae/en/details/1395303199017
ترجمه: محمد سليمان