Tue 19-09-2023 13:47 PM
ابوظبي، 18 سپتمبر، 2023 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د مصر د عربي جمهوریت ولسمشر عبدالفتاح السیسي د دوه اړخیزو اړیکو او د همکارۍ د پراختیا لپاره د خپلو خلکو دوامداره پرمختګ او سوکالي د هیلو د احساسولو په لارو چارو خبرې وکړې.
د ابوظبۍ په قصر الشاطي کې د غونډې په ترڅ کې، جلالتمآب ولسمشر السیسی ته ښه راغلاست ووایه، چې د تاریخ تر ټولو اوږده عربي فضايي ماموریت وروسته د خلاباز سلطان ال نیادي په راستنیدو سره په فضا کې د متحده عربي اماراتو د لاسته راوړنو له امله جلالتمآب ته مبارکي وویله. په دی اړه،. السیسي د متحده عربي اماراتو لپاره په بیلابیلو برخو کې د لا پرمختګونو د ترلاسه کولو هیله څرګنده کړه.
دواړو ولسمشرانو د متحده عربي اماراتو او مصر د اړیکو په ځانګړې توګه په اقتصادي، پانګونې او پراختیایي برخو کې هم خبرې وکړې او همدارنګه یې د دواړو هېوادونو او خلکو د ګټو د لازیات خدمت لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.
دواړو مشرانو د دوه اړخیزو ګټو په مختلفو موضوعاتو خبرې وکړې او د سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه یې د نظر تبادله وکړه. دواړو لورو د سیمه ییزې سولې او ثبات د ټینګښت په ترڅ کې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د سیمه ییزو بحرانونو د سوله ییز حل لپاره د کار کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټ کنوانسیون (کوپ28) لپاره د متحده عربي اماراتو راتلونکي کوربه توب هم وڅیړل شو. مشرانو د اجتماعي اقلیم د عمل په پرمختګ کې د دې اهمیت په اړه بحث وکړ، په ځانګړې توګه د پایښت او د منابعو د ساتنې په برخو کې، او د انسانیت لپاره د ښه راتلونکي د ترلاسه کولو په هڅو کې ټولو ته د متقابلو ګټو رسولو په برخه کې.
جلالتمآب او د مصر ولسمشر د سیمه ایزو او نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره د ګډ عرب عمل د پیاوړتیا او د سیمه ایزو او نړیوالو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د دوام لپاره د متحده عربي اماراتو او مصر د امنیت او ثبات او د سیمې د خلکو لپاره د تلپاتې سوکالۍ د ودې لپاره کار کوي.
السيسي نن له غرمې مخکې ابوظبۍ ته ورسېد او د ابوظبي په نړيوال هوايي ډګر کې يې د جلالتمآب ولسمشر له خوا هرکلى وشو. جلالتمآب د مصر له ولسمشر سره د هوايي ډګر په ډګر کې د اماراتي فضانوردانو هرکلي وکړ، چیرته چې متحده عربي اماراتو ته د فضانورد سلطان ال نیادي د راستنیدو د لمانځلو لپاره رسمي استقبالیه جوړه شوه. جلالتمآب السیسي ټیم ته د سلطان ال نیادي په لاسته راوړنو کې د مرستې له امله مبارکي وویله او دا یې د هر عرب لپاره د ویاړ سرچینه وبلله او په ټولو برخو کې یې د متحده عربي اماراتو د لا پرمختګ هیله وکړه.
په دې کتنه کې چې د ولسمشر مرستیال، د لومړي وزیر مرستیال او د جمهوري ریاست د عالي محکمې وزیر جلالتمآب شیخ منصور بن زاید آل نهیان ؛ جلالتماب شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان، د ابوظبي ولیعهد؛ جلالتمآب شیخ زاید بن حمدان بن زاید آل نهیان، د ملي رسنیو دفتر رییس؛ او جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار هم حضور درلود. همدارنګه د پانګونې وزیر محمد حسن السویدي او د ابوظبي د مالیې ریاست رییس جاسم محمد بو عتابة الزابي هم شتون درلود. د مصر له لوري د مصر د استخباراتو مشر تورن جنرال عباس کامل هم ګډون درلود.
https://wam.ae/en/details/1395303198799
ترجمه: ګوهر رحيم