Tue 19-09-2023 13:46 PM
ابوظهبي، 18 سپتمبر، 2023 (وام) -- متحده عربي اماراتو په یمن کې د سولې د ترلاسه کولو لپاره د سعودي عربستان او د عمان د سلطنت د هڅو هرکلی وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت (ايم او ايف اې) په ریاض کې د حوثي پلاوي سره د دایمي اوربند او د یمن کړکیچ ته د سیاسي حل د موندلو لپاره د خبرو اترو ستاینه وکړه، ترڅو په یمن او سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.
دغه وزارت په یمن کښې د یوې دوامدارې سیاسی حل لارې د موندلو لپاره د سیمه ایزو او نړیوالو هلو ځلو د ملاتړ په اهمیت ټینګار وکړ چې د امنیت، پرمختګ او ثبات لپاره د یمن د خلکو هیلې پوره کړی.
متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د یمن د خلکو تر څنګ ولاړ او د سیمې د خلکو د ګټو د ملاتړ په برخه کې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د هغوی د مشروع هیلو ملاتړ ته یو ځل بیا ټینګار وکړ.
https://wam.ae/en/details/1395303198797
ترجمه: ګوهر رحيم