Tue 19-09-2023 13:50 PM
نیویارک، 19 سپتمبر، 2023 (وام) -- د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان په نیویارک کې د انګلستان او شمالي ایرلنډ د بهرنیو چارو، دولت مشترکاتو او پراختیایي چارو له وزیر جیمز کلیورلي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د ملګرو ملتونو د 78مې عمومي اسمبلې (ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 78) غونډې په څنډه کې ترسره شوه، دواړو لورو د دوستانه اړیکو او د "راتلونکي لپاره ملګرتیا" چوکاټ کې د دوه اړخیزو همکاریو پر امکاناتو خبرې وکړې. .
دوی د هغه کاري سفر پایلې وڅېړلې چې د شیخ عبدالله بن زاید د روان کال په مې میاشت کې لندن ته کړې وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړي ستراتیژیک ډیالوګ شاهد و.
وزیرانو د سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو په اړه هم خبرې وکړې، د اوسنیو پرمختګونو په اړه یې نظرونه تبادله کړل او د ملګرو ملتونو د 78 کلنې اجنډا پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
شیخ عبدالله بن زاید د متحده عربي اماراتو او انګلستان په ژورو تاریخي اړیکو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې دواړو دوستو هیوادونو د دوامداره اقتصادي سوکالۍ لپاره د خپلو پراختیایي اهدافو او لید څخه د ملاتړ لپاره د ملګرتیا قوي ماډل رامینځته کړی.
هغه یادونه وکړه چې د امنیت شورا د تاریخي پریکړه لیک تصویب چې د 2023 په جون کې د متحده عربي اماراتو او انګلستان لخوا په ګډه لیکل شوی، د زغم او نړیوالې سولې او امنیت په اړه د دواړو هیوادونو ترمنځ د رغنده همکارۍ او ملګرتیا پایله وه.
جلالتمآب یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه په ټوله نړۍ کې د زغم او هماهنګۍ د ارزښتونو د ودې لپاره په ګډه کار کوي او په دوامداره توګه د سیمه ییزې او نړیوالې سولې، امنیت او ثبات د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
په دې کتنه کې چې د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د دولت وزیرې ریم بنت ابراهیم الهاشمي ؛ او په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د متحده عربي اماراتو دایمي استازې او په سیاسي چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، سفیرې لانا ذکي نصیبه هم ګډون درلود.
https://wam.ae/en/details/1395303198980
ترجمه: ګوهر رحيم