چهارشنبه 27 ستمبر 2023 - 5:49:19 سحر

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې وکتل

  • عبدالله بن زايد يبحث مع عدد من وزراء الخارجية في نيويورك العلاقات الثنائية وملف المناخ

ویډیو انځور

نیویارک، 19 سپتمبر، 2023 (وام) -- د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې (يو اين جۍ اې78) په 78مه غونډه کې د ګډون کوونکو یو شمیر بهرنیو وزیرانو سره جلا جلا وکتل.

جلالتمآب د سربیا د لومړي وزیر له لومړي مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیرې ايويکه داکيک ؛ د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر سناتور ډاکټر زمبري عبد القادر؛ اما تور فوس، د اندورا د سلطنت د بهرنیو چارو وزیر؛ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني سره وکتل.

د ملاقات په مهال د اقتصادي، تجارت، کلتوري، سرمايه کارۍ، انرژۍ، سياحت، تعليم او خوراکي امنيت په شمول په مختلفو څانګو کښې د دوستانه تعلقاتو او د دوه اړخيزه همکاريو په امکاناتو خبرې اترې وشوې.

په دې بحثونو کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې غونډې د اجنډا پر یو شمېر موضوعاتو په ځانګړې توګه د اقلیم د بدلون او همدارنګه د ګډو اندېښنو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحثونه وشول.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر خپلو سیالانو ته د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټ کنوانسیون (کوپ28) کوربه توب لپاره د متحده عربي اماراتو د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل چې د نومبر له 30 څخه د دسمبر تر 12 نیټې پورې به د دوبۍ په ایکسپو ښار کې ترسره شي.

هغه ټینګار وکړ چې نن ورځ نړۍ له ننګونو سره مخ ده، په ځانګړې توګه د اقلیم بدلون، ګډې نړیوالې هڅې او تخلیقي حلونو ته اړتیا لري ترڅو د نړیوال اقلیم د عمل په جریان کې مطلوب بدلون راولي، یادونه یې وکړه چې کوپ28 د فرصتونو څخه ډک دی چې د رغنده ملګرتیا رامینځته کولو اجازه ورکوي، د اقلیم بحران ته د عملي او مؤثره حل لارې رهبري کول.

شیخ عبدالله هم د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدنې پر مهال د متحده عربي اماراتو او د دوی د معززو هېوادونو تر منځ پر ښو اړیکو ویاړي او د ګډو ګټو په خاطر یې د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو د 78 عمومي غونډې په څنډه کې، شیخ عبدالله د کیوبا د بهرنیو چارو له وزیر برونو رودریګوز پاریلا سره هم وکتل او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا او د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو د ساتلو په لارو چارو یې خبرې وکړې.

له غونډې وروسته، شیخ عبدالله او پیریلا په کیوبا کې د انور ګرګاش ډیپلوماټیک اکاډمۍ او د راول رووا ګارسیا د نړیوالو اړیکو د لوړو انسټیټیوټ ترمنځ د تفاهم یادداشت لاسلیک کړ.

په دې کتنه کې د نړیوالو همکاریو د دولت وزیرې ریم بنت ابراهیم الهاشمي، احمد بن علي السیغ، د بهرنیو چارو وزیر؛ شمع بنت سهیل فارس المزروي، د ټولنې پراختیا وزیره؛ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د متحده عربي اماراتو دایمي استازې او په سیاسي چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې سفیرې لانا ذکي نصیبه؛ او محمد ابوشهاب، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د متحده عربي اماراتو د دایمي ماموریت مرستیال هم ګډون درلود.

https://wam.ae/en/details/1395303198971

ترجمه: ګوهر رحيم